وسله والو طالبانو بيا د هلکانو يوې ليسې ته اور واچاوه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٨ :
وسله والوطالبانو په لوګر ولايت کې دشهيد غلام نبي سمسور ليسې ته اور واچاوه.
دلوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباختر آژانس  خبريال ته وويل:  وسله والوکسانو د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار پورې اړوند پورک سيمه کې د شهيد غلام نبي سمسور د هلکانو ليسې ته اور واچاوه.
عرب زياته کړه: وسله والوکسانو د ليسې د ساتوونکو لاسونه وتړل او د ښيښوپه  ماتولو سره اداري خونې ته ننوتل او اور يې ورته واچاوه چې دغه اور دخلکو په همکارۍ دپوليسو له خوا ووژل شو.
ويل کيږي؛ په دې اور لګيدنه کې د دغې ليسې د زده کوونکو څو ټوکه ډول ډول درسي کتابونه سوځيدلي او له منځه تللي دي؛ خو د ليسي نورو ساحو ته زيان نه دى اوښتى.
عرب زياته کړه: دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د ثور په مياشت کې هم وسله والوکسانو همدې ليسې ته اور اچولى و.
د يادونې وړ ده چې نن د دغې ليسې زده کوونکو خپل لوست ته دوام ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته