امنیت

وسله والوکسانو په غزني کې څلور تنه ملکي وګړي وتښتول

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې  ١٩:
څلور تنه ملکي وګړي تېرماښام د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا د غزني ولايت په مرکزکې وتښتول شول.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عارف رحماني د باختر آژانس خبريال ته وويل: څلور تنه ملکي وګړي چې دوه ښځې، يوماشوم او يو نارينه پکې دي او د يوې کورنۍ غړي او دجاغوريو ولسوالۍ د ده مرده دکلي اوسيدونکي دي؛ دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په رسته سيمه کې وتښتول شول او انسان تښتوونکو دغه کسان نامعلوم ځاى ته ليږدولي دي.
د رحماني د څرګندونوله مخې: تر اوسه پورې د تښتوونکو هويت نه دى په ډاګه شوى چې دغه کسان د کومو کسانوله خوا تښتول شوي دي.
ويل کيږي؛ امنيتي ځواکونو او قومي مشرانو د دغو ملکي وګړو د آزادولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
د غزني ولايت په وروستيو دريو کلونوکې د ملکي وګړو پرخلاف د ډيرو ناوړو پيښو ډګر دى  چې په وار وار ملکي وګړي د بېلابېلو ډلو له خوا تښتول شوي او په ځينو مواردوکې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته