کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
يوه ښځينه پوليسه نن په هرات ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ټپي شوه.
د هرات ولايت د پوليسو ويندوى عبدالرووف احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغې ښځې د سپرلۍ په موټر د هرات ښار د دريمې ناحيې په مربوطاتوکې د باباجي په سيمه کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا لاسي بم وغورځول شو.
ده وويل: په دې پيښه کې يوه ښځينه پوليسه په لاس ټپي شوه.
پوليس وايي: د دغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره تحقيقات پيل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ