امنیت

وسله والوځواکونو د مارشال فهيم د تلين درناوى وکړ

کابل باختر دکب نولسمه :
په هرات ولايت کې د وسله والوځواکونو منسوبينو د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د ياد او خاطرو درناوى وکړ .
د جمهوري رياست د پخواني لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دريم تلين د ٢٠٧ ظفر قول اردو په قوماندانۍ کې درناوى وشو.
د ظفر قول اردو مرستيال بريد جنرال محمد حيدرنيکپي د مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې د دريم تلين له امله د افغانستان ټول مسلمان ملت ته ډاډګيرنه  وويله.
ده په وروستيو درېو لسيزوکې د ارواښاد  د مبارزو د تاريخچې او د هېواد  د دفاع په لاره کې د ده د ميړانې او اتلواليو په باب خبرې وکړې او ويې ويل:  ارواښاد مارشال په نه ستړى کيدونکو هلوځلو سره خلک د اسلامي نظام د واکمنۍ په خاطر متحدکړي و .
ده زياته کړه: موږ د ټولو ميړنيو او اتلانو د هيلو او غوښتنو د تطبيق او عملي کولو په خاطر  چې اوس زموږ  تر څنګ نه دي؛ هر راز  قرباني او سرښندنې ته چمتو يو .
دغه راز د ظفر قول اردو څو تنو منسوبينو د افغانستان د آرامۍ او امنيت د تامينولو او د سراسري سوله او پيوستون په خاطر د ارواښاد مارشال د شخصيت او آرمانونوپه باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته