امنیت

وسله والومخالفينو د پکتيکا ولايت په برملې ولسوالۍ کې د سر زيان وزغمه

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د ملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې دملي اردو د ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو له امله چې پرون د پکتيکا ولايت په برملې ولسوالۍ کې ترسره شول؛ وسله والومخالفينو د سر زيان وزغمه.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: د ملي اردو ځواکونو پکتيکا ولايت د برملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د سولې د تامينولو، آرامۍ او د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولوپه مقصدچاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې طالبانو د سر زيات زيان وزغمه او يوشمېر يې په داسې حال کې چې ټپيان وو؛ د ډيورند کرښې اخوا وليږدول شول.
په دغوعملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته