وسله والوطالبانوپه لغمان ولايت کې يو جومات شهيدکړ
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٤ :
وسله والو طالبانو په لغمان ولايت کې په يو جومات راکټي بريد وکړ.
په دې بريدکې د لسګونو ټوکو قرآن کريم په ګډون، د جومات ټول وسايل له منځه تللي دي .
د الينګارولسوال نصيراحمدهمت باخترآژانس ته وويل: ددغې ولسوالۍ په پړوايي جومات نن سهار راکټي بريد وشو .
ده وويل: په دې پيښه کې د سرزيان نه دى اوښى، خو د جومات له ودانۍ سره په لسګونو ټوکه قرآن کريم او ديني کتابونه له منځه تللي دي.