وسله والوطالبانوپه بغلان کې په خپلوکې په نښتو لاس پورې کړ
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
وسله والو طالبانو د بغلان ولايت د جلګې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپلوکې په نښتو لاس پورې کړ او د يوبل کسان يې ووژل.
د جلګې ولسوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والوطالبانو د دوو تنو قوماندانوترمنځ جګړه د جلګې ولسوالۍ د خواجه اوليان په کلي کې له خلکو څخه د غلا کړى شويو څارويو د ويش پرسر ونښته چې له امله يې له دواړو ښکيلو لورو څخه درې تنه ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.