ورزشکاران له دريو مډالونوسره هيواد ته راستانه شول .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دهيواددموتاى  دملي ټيم ورزشکاران دنړۍ داتلوالۍ له لوبو څخه دسرو زرو له دريو مډالونو او دسپينو زرو له يوه مډال سره نن هيواد  ته راستانه شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې.، دموتاي په برخه کې دنړيوالې اتلوالۍ سيالۍ له سلو هيوادونوڅخه ديو زرو پنځه سوه تنو ورزشکارانو په ګډون په تاليند کې ترسره شوې چې افغان ورزشکارانو وکولاى شول ددغوسياليو دسروزرو درې مډالونه او دسپينو زرو يو مډال ترلاسه کړي .
دغه ورزشکاران نن هيواد ته راستانه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته