ښوونه او روزنه

وحدت: د پوهنې بهیر د لا ښوالي په موخه له ټولو امکاناتو څخه ګټه اخلو

ښرنه باختر د وري دمياشتې ٢٧ مه
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د دوشنبې په ورځ د پکتیکا د پوهنې ریاست له ریېس او کار کوونکو سره د پوهنې بهیر د پیاوړتیا په موخه ځانګړې کتنه وکړه.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د پکتیکا والي وويل چې، د پوهنې په برخه کې پراخو اصلاحاتو ته کار کوي او په وینا یې په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزې ورته د زغم وړ نه دي.
وحدت وویل، په ښوونځیو کې به د عملي زده کړو په موخه لابراتورنه اوعامه کتابتونونه جوړ کړي.
د پکتیکا والي د پوهنې ریاست له مسوولینو وغوښتل چې له ښوونیز بهیر څخه په دوامداره توګه نظارت وکړي او په اړه یې دقیق ګزارش له ولایتي ادارې سره شریک کړي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته