ټولنه

واعظان : چارواکي دې له عدل او انصاف څخه کار واخلي .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
دکابل ښار او دهيواد دځينو ولايتونو دجامع جوماتونو امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه له اداکولو مخکې دخطبو په ترڅ کې  وويل: هغه کسان چې غواړي دمسلمه امت  په سرکې ځاى  ونيسي بايد عدل او انصاف رعايت کړي او دخلکو دځورونې  سبب نه شي، او هلې ځلې دې وکړي چې خلکو ته خدمت وکړي.
دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې، واعظانو دغه راز دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلت په اړوند چې داسلام دمبين دين دريم رکن دى خبرې وکړې اوله مسلمانانو څخه يې وغوښتل چې په دې برکتي مياشت کې چې دلوى خداى (  ج )   دميلمستيا  مياشت ده له مستعضفانو او اړوکسانو سره مرسته وکړي .
واعظانو هغو پيښو ته چې په هيواد کې دبحران سبب کيږي اشاره وکړه او له هغو کسانو څخه يې چې دهيواد دچارو د واګو  دترلاسه کولو نيت لري وغوښتل چې له داسې چلندونو څخه دې کار واخلي چې په هغو کې دخلکو خير او فلاح وي ، او داړو دوړ له بحران څخه چې دخلکو دځورونې او لالهاندۍ سبب کيږي  ډډه وکړي .
په دغو خطبو کې له بډايو هيوادوالو او سوداګرو څخه وغوښتل شول چې دروژې په مبارکې مياشت کې دې له بې وزلو او اړوکورنيو سره مرسته وکړي او دلومړنيو اړتياوړ توکو له پلورونکو څخه وغوښتل شول چې خلکو ته دخپلو توکو په وړاندې کولو کې دې له هر راز ګران پلورونې څخه ډډه وکړي چې له دې لارې دروژې دمبارکې مياشتې برکتونه دهغوى په حال کې شامل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته