کابل باختر دليندي دوه ويشتمه :
دکابل ښار دجوماتونو ملا امامانو، خطيبانو او واعظانو نن د جمعې د لمانځه په خطبوکې دمسلمانانو يو والى او د ملي پيوستون ساتنه دهغوى دبرياليتوب ضامن وباله.
دباخترآژانس دخبريالانودخبر له مخې: په دغوخطبوکې ټينګار شوى دى چې نفاق اچونه او ډار اچونه چې د مسلمانانو ترمنځ واټن پيداکوي او د هغوى د بې اتفاقي سبب کيږي؛ له هغوعملونوڅخه دي چې د اسلام مقدس دين يې نه مني.
ملا امامانو، خطيبانو او واعظانو زياته کړه: هغه کسان چې د مسلمانانو ملي يو والي او پيوستون ته زيان رسوي او د هغوى ترمنځ تفرقه اچوي؛ د مسلمانانو او د اسلام دمبين دين دښمنان دي.
دوى له خلکوڅخه وغوښتل هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د دوى ترمنځ تفرقه واچوي او دملي يو والى او پيوستون په ساتنې سره دې چې د اسلام له پلوه يو غوره عمل دى؛ کولاى شي ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي .
دغه راز خطيبانو د هيواد مسلمان خلک د اسلام دمبين دين د اصولو رعايتولو او دالله ( ج ) عبادت ته راوبلل او ويې ويل: هيڅ انسان په بل انسان باندې غوره والي نه لري؛ خو په تقوا اوپرهيزګارى کې.
دغه راز د سعودي عربستان دمفتي اعظم هغه خبرې چې يوځل بيايې ځانمرګي او ډار اچوونکي بريدونه د اسلام دمبين دين دټولو اصولو اوموازينو پرخلاف بللي دي؛ لمونځ کوونکو ته بيان کړې او له هغوى څخه يې وغوښتل هغه عملونه چې د لوى خداى ( ج ) د خوښى او د اسلامي موازينو پرخلاف او د مسلمانانو په زيان وي؛ ترسره نه کړي او د هغوکسانوچې د اسلام دمقدس دين د اصولو پرخلاف دکارونو په ترسره کولو لاس پورې کوي؛ مخه ونيسي او د اسلام د مبين دين له موازينو سره سم دې عمل وکړي.
0 1 دقیقه لوستل