واشنګټن کې زوروره چاودنه شوې
بهرنۍ رسنۍ، د لېندۍ ۱۴مه، نړۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس د امریکا متحده ایالاتو په پلازمېنې واشنګتن ډي سي کې زوروره چاودنه شوې او د اوسېدو یو کور په کې په بشپړ ډول له منځه تللی.
د ویرجینیا په ارلینګټون کې یو پولیس افسر بي بي سي ته ویلي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې پولیسو غوښتل په دغه کور کې د پلټنې امر پر ځای کړي، خو د یو وسلوال له غبرګون سره مخ شول او د دواړو لوریو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې ده. پېښه په ځایي وخت دوشنبې ماخستن رامنځته شوې.
چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
جزیات وروسته…