خبرونهنړۍ

واشنګټن څخه د بیجینګ غوښتنه؛ له تایوان څخه ملاتړ باید ودرول شي

نړۍ، د غبرګولي ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ نن چهارشنبې په خپلو څرګندونو کې د امریکا له متحده ایالاتو څخه غوښتي، چې تایوان ته د غلطو پیغامونو له لېږلو څخه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې واشنګټن باید د تایوان په اړه د واحد چین پالیسۍ ته درناوی وکړي او د نوموړي په خبره دغه ټاپو ته د وسلو او غلطو پیغامونو له لېږلو ډډه وکړي.

مائو نینګ دغه څرګندونې وروسته ترهغې کړي، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وړمه ورځ خبریالانو سره خبرو کې وویل، چې پر تایوان د برید په صورت کې به د چین پر وړاندې مقابله کې ودرېږي او د تایوان ملاتړ به وکړي.

بایډ د جګړې په صورت کې د تایوان ته د امریکایي پوځونو استول رد نه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته