سیاست

واشنګټن ټايمز: دافغانستان جمهور رييس امريکا ته سفر کوي.

واشنګټن – واشنګټن ټايمز – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دواشنګټن ټايمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې ليکلي دي چې دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني امريکا ته دتصميم هوډلري.
ورځپاڼې دامريکايي مقاماتو له خولې ليکلي دي چې وايي :په ډير لنډ ممکن وخت کې دافغانستان جمهور رييس امريکا ته ځي خو ددغه سفر دقيقه نيټه نه ده اعلام شوې.دواشنګټن ټايمز په ليکنه په افغانستان کې قدرت ته له رسيدو وروسته به دا امريکا ته دجمهور رييس محمد اشرف غني لومړى رسمي سفر وي.
محمد اشرف غني چې له افغانستان سره دنړيوالو مرستو د دوام په بدل کې ژمنه کړې ده چې په دغه هيواد کې د اداري فساد جرړې باسي اوس له امريکا څخه هم غواړي چې له افغانستان څخه دخپلو پوځيانو دايستلو دوخت په باب نوى نظر وکړي.
ورځپاڼه زياتوي محمد اشرف غني په دې اړوند ويلي وو چې مهلتونه کولاى شي په يوې موضوع باندې فکري تمرکز پيدا کړي خو دغه مهلتونه بايد غوڅ او بدلون نه منوونکي فرمانونه وي. د ده په خبره که چيرې ټول لوري خپل مسووليتونه په ښه توګه ترسره کوي او ددغه شان مسووليتونو دوام ته اړتيا وي ، په هغه صورت کې بايد دنوي نظر دکولو لپاره هم تمايل پيدا شي.
دواشنګټن پست خپرونې ديوه پوځي تحليلګر له خولې ليکلي دي چې وايي طالبان په افغانستان کې دجګړې له دغو ټولو کلونو وروسته اوس هم په ښه حالت کې دي او کولاى شي دافغانستان په ځينو ولايتونو کې سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي له دې امله له افغانستان څخه دبهرنيو پوځيانو دوتلو په باب دنوې نظر دکولو لپاره د جمهور رييس غني غوښتنه پرځاى ده .دورځپاڼې په ليکنه : ښايي په همدې خاطر وي چې دامريکا جمهور رييس په لومړي ګام کې خپل لومړني مقرارات پښو لاندې کوي او په افغانستان کې دخپل هيواد دعسکرو شمير له هغه څه څخه زيات چې ټاکل شوې وه زر تنه ساتي او په دويم ګام کې دوى ته اجازه ورکوي چې بيا هم په جګړو کې په عملي توګه دافغان پوځيانو ملاتړ وکړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته