نړۍ، د مرغومې ۷مه، بهرنۍ رسنۍ
له سپینې ماڼۍ څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې امریکا د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د کانګریس له تصویب پرته، اوکراین سره د ٢٥٠ میلونه امریکایي ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کړې ده.
امریکایي چارواکو ویلي، چې دغو مرستو کې د هوایي دفاع سیستم، توپخانه یي او د ټانک ضد وسایل او تجهیزات شامل دي.
د بایډن حکومت اوکراین سره دغه مرسته په داسې حال کې کوي، چې د امریکا د کانګریس اکثریت غړي یې مخالفت کوي.
اوکراین خبرداری ورکړی، چې که مرسته یې و نه شي، نو د روسیې پر وړاندې مقاومت یې کمزوری او ان له ماتې سره مخ کېدای شي.
اوس مهال اوکرایني ځواکونه هڅه کوي، چې په ختیځو سیمو کې روسي ځواکونه په شا وتمبوي، خو د ښکېلو لوریو له څرګندونو داسې ښکاري، چې اوکراینیان دغې برخه کې لاسته راوړنه نه لري.
د مسکو او کیف ترمنځ د روانې جګړې نږدې دوه کاله اوړي او پوتین د روسیې د موخو ترلاسه کولو پورې د دغې جګړې پر دوام ټینګار کو.