واشنګټن ته د افغان پلاوي سفر او له امریکا سره د اړیکو لرلید

کابل/ د چنګاښ ۲مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوی نن واشنګټن ته روانېږي. جمهوررییس محمد اشرف غني د دغه پلاوي مشري کوي. د جمهوررییس لومړی مرستیال آمرالله صالح،  د سولې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یو شمېر نور د پلاوي غړي دي.

د باختر آژانس مفسر د دغه پلاوي سفر او له امریکا سره د افغانستان اړیکو لرلید ته کتنه کړېده او لیکي:

پلاوی نن له کابله روانېږي او بل سبا یانې جمعه به په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له جمهوررییس جوبایډ‌ن سره وګوري. که څه هم د دغه سفر په اړه له څه مودې راهیسې آوازې وې؛ خو په رسمی ډول هغه مهال د سفر خبر خپور شو چې د سپینې ماڼۍ ویاندې جن پسکی د سپینې ماڼۍ په سایټ کې د سفر په اړه رسمي اعلامیه خپره کړه. سفر په خورا حساس پړاو کې ترسره کېږي. د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې نوی پړاو ته ننوځي. دا نوی پړاو به څنګه وي؟ اړیکې به کومې برخې رانغاړي؟ په افغانستان کې د روانو پرمخیاوو په اړه به د سپینې ماڼۍ دریځ څه ډول وي؟ د سولې د هغه تړون برخلیک به څنګه کېږي چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړی دی او په ټوله کې د افغانستان د سولې خبرې به کوم لوري ته پرمختګ کوي؟ دا او ورته نورې ګڼې پوښتنې لا تراوسه نه دی ځواب شوي او د افغانانو په ذهنونو کې یې یو ډول اندېښنې او تشویشونه ټوکولي دي. که څه هم د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تړون او همدارنګه د ستراتیژیک مشارکت تړون او نورې ګډې اعلامیې لاسلیک شوي دي او ټولې پر خپل ځای دی او له پاخه باوره برخمنې دي. دا ګډ سندونه د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو لپاره د نړیوالو حقوقو او میثاقونو په رڼا کې حقوقي بنسټ جوړوي؛ خو له دغو ټولو سره سره، اوس اړتیا ده چې په دغه نوي پړاو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره یو روښانه او هراړخیز چوکاټ جوړ شي، داسې چوکاټ چې هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ټول اړخونه راونغاړي او یو څرګند لیدلوری ولري. څو ټکي مهم دي: تر هرڅه وړاندې د دوحې تړون برخلیک باید روښانه شي. د افغانستان حکومت سره له دې چې د دوحې مذاکراتو غړی نه و، په خبرو کې یې ګډون نه لاړه او د موافقې یو لوری هم نه دی او د دغې موافقې په اړه هېڅ ډول حقوقي الزامیت نه لري؛ خو د سولې لپاره د ښه نیت د ښودلو په موخه یې د طالبانوشاوخوا شپږزره بندیان له بنده خوشي کړل.  همدارنګه حکومت د جدي خبرو لپاره خپل واکمن پلاوی وټاکه، د اوربند لپاره یې تیاری څرګند کړ. مقابل لوري د خبرو مېز پرېښود او د جګړې ډګر یې تود کړ.  اوربند یې رد کړ او اوس هم د جګړې پر دوام ټنیګار کوي. په دغه راز حالت کې د امریکا دریځ مهم دی چې باید روښانه یې کړي. آیا امریکا به پر طالبانو فشار راوړي او د دغه فشار لپاره به خپل سیاسي، دیپلوماتیک او پوځي امکانات او وسایل وکاروي او هغوی به اړ کړي چې تاوتریخوالي پای ته ورسوي او د خبرو مېز ته ستانه شي؟ که امریکا دا کار ونه کړي؛ نو د یو زبرځواک په توګه یې اعتبار تر پوښتنې لاندې راځي او لاسلیک کړې موافقه یې ارزښت له لاسه ورکوی. دویم مهم ټکی پر هغو کړیو فشار اچول دي چې د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي، مرسته ورسره کوي او امکانات ورته برابروی. امریکا باید په  افغانستان د سولې لپاره دغه راز کړۍ اړ کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د جګړې پر اور تېل ونه شیندی. درېم مهم ټکی له افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام دی.دا مرستې هم باید د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دوام ومومي او هم په نورو ګڼو برخو کې. د افغانستان امنتي ځواکونه د پوځي روحیې له پلوه او همدارنګه د شمېر او چمتووالي له پلوه د هېواد د دفاع وړتیا  لري؛ خو د پوځي تجهیزاتو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري. څلورم مهم ټکی چې له پورته یادشوي لومړي ټکی سره تړاو لري، د سولې بهیر هراړخیزملاتړ دی. د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري او جګړه  له لا ډېرو ورانیو او ویجاړیو پرته بله پایله نه لري؛ ټول باید د سولې بهیر ملاتړ وکړي. د افغانانو هیله دا ده چې دغه مهم تاریخی سفر چې په یو خورا حساس او ستونزمن پړاو کې ترسره کېږي، د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکو ته نوی لوری او خوځښت ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته