تبصره
کابل، د تلې ۲مه، باختر
خبر دی، چې د افغانستان د سر تاج، واخان کې ملي پارک د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو پر مخ پرانیستل شو او مسوولینو ویلي، چې دغلته یې د ګرځندویانو لپاره لومړنی چمتووالی نیولی دی.
که څه هم د افغانستان هره سیمه د لیدو ده او د اسلامي امارت په روانه واکمنۍ کې معلومه شوه، چې نړیوال څومره د دغو ښکلیو سیمو لیدو ته لېواله دي.
واخان کې د ملي پارک پرانيسته څو ګټې لري او تر ټولو مهمه یې دا ده، چې دغه سیمه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوي او خلک به یې وکولای شي هوسا ژوند ولري.
واخان ملي پارک د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري او د اسلامي امارت له لوري په رسمي ډول پرانيستل شو.
د دې ملي پارک د جوړېدو موخه په سیمه کې د طبیعي سرچینو ساتنه او د سیمې د ایکوسیستم، او هلته د اوسېدونکو حیواناتو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کول دي.
واخان ملي پارک افغانستان ته څو نورې مهمې ګټې هم لري، چې عبارت دي له:
د دغې سیمې طبیعي ساتنه:- دا ملي پارک د بېلابېلو ژویو او نباتاتو ساتنې لپاره یوه خوندي سیمه ده.
ګرځندویي:- واخان د ښکلي طبیعت او د ځانګړو منظرو د درلودلو له امله د ګرځندويي لپاره یوه مهمه سیمه ده، چې کولای شي د اقتصادي پرمختګ او عوایدو د زیاتوالي لامل شي.
د کاري زمینې برابرېدل:- د دغه پارک د ساتنې او ګرځندويي له لارې به د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د علمي څیړنو زمینه برابرېدل:- دا سیمه د چاپیریال او بیولوژي په برخه کې د علمي څیړنو لپاره یوه غنی سرچینه ده او د هېواد پوهنتونونه کولای شوي له دغې سیمې څخه د څېړنو لپاره کار واخلي.
د اقلیم ساتنه:- واخان د اوبو، هوا او طبېعي ځنګلونو له اړخه هم غني سیمه ده او دغه دواړه توکي د اقلیم د ساتنې لپاره ډېر مهم دي.
په ټوله کې ویلی شو، چې واخان له هره اړخه د افغانستان تاج دی او دغه تاج به تل د افغانستان له غرور څخه ډک سر ایښی وي.