کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
د پلخمري د ستنو جوړولو فابریکه، چې د بغلان ولایت په مرکز کې فعالیت کوي، هره ورځ له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې ډول ډول ستنې جوړوي.
د پلخمري د ستنو جوړولو د فابریکې آمر مولوي نقيب الله نظري باختر آژانس خبریال ته وويل، په دغه فابریکه کې هره ورځ له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې د برېښنا بېلا بېل ډوله (۱۰ متره، ۱۲ متره عادي ، ۱۲ متره کش او ۱۵ متره) ستنې جوړېږي او ټولو ولایتونو ته لېږل کیږي.
نظري زیاته کړه، چې د هېواد د شمالي ولایتونو ۹۰ سلنه او د افغانستان ۶۰ سلنه د اړتیا وړ ستنې له همدې فابریکې څخه برابریږي.
هغه زیاته کړه، د یادې فابریکې کارکوونکي توانېدلي چې سږکال د نړیوالو معیارونو سره سم ۴ زره ۲۸۸ ډول ډول لوړ کیفیت لرونکې ستنې جوړ او د غوري برېښنا ریاست ته وسپاري.
نوموړي زیاته کړه سره له دې چې د دې فابريکې ماشينونه استهلاک شوي خو د دغې ادارې د مشرتابه او تخنيکي کارکوونکو د پاملرنې له امله زموږ ورځنی چارې په عادي ډول دوام لري.