خبرونهټولنه

هېواد ته نږدې ۴۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولین وايي چې نن او پرون له پاکستان څخه ۳۶۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نیمروز له لارې ۵ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۳۲۲ کورنۍ، د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ راستنې شوې او همدارنګه  نن په ۳۵ وسایطو کې ۶۸ کورنۍ بېلابېلو سیمو ته انتقال شوې دي.

د مسوولینو په وینا دغو راستنو شویو کورنیو ته ټاکل شویو کمېټو له لوري خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول، همداشان راستنېدونکو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو او د دینې اړخه د خپلي په پاللو معلومات ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته