کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې تېره ورځ یې د هېواد اوو ولایتونو ته ۲۹۰ راستانه شوي په وړيا ډول خپلو سیمو ته لېږدولې دي.
دغه وزارت ویلي چې د یاد وزارت اړوند د ترانسپورټي کمېټې له لوري له پاکستان څخه د سپین بولدک او تورخم له لارې راستانه شوي ۲۹۰ تنه کابل، هرات، زابل، لغمان، کندهار، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته په وړیا ډول لېږدولي دي.
یاد وزارت همدارنګه زیاته کړې چې تر دې دمه یې ۹۰ زره او ۲۵۰ تنه راستانه شوي خپلو سیمو ته په وړیا ډول لېږدولي دي.