هېواد ته د شاوخوا ۷۱ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې ده

کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرې اوونۍ په بهیر کې، هېواد ته د ۷۰ زره ۸۶۲ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي: د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي ترلاسه کړي چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.
په ترلاسه شویو توکو کې ۱۷ زره ۲۷۲ کیلوګرامه خوراکي مالګه، ۱۰ زره ۹۴۶ کیلوګرامه چاکلېټ، ۲۰ زره ۱۳ کیلوګرامه کینو، څلور زره ۲۸۰ کیلوګرامه درمل، شپږ زره ۱۲۳کیلوګرامه ګوړه، څلور زره ۸۹۶ کیلوګرامه پاکټي کوچ، درې زره ۹۸ کیلوګرامه شیریني باب، ۱۲۴۹ کیلوګرامه رُب، ۳۹۲ کیلوګرامه مکروني، ۹۸۴کیلوګرامه خام نخود، ۲۴۰ کیلوګرامه یوناني بوټي، ۲۷۵ کیلوګرامه شامپو، ۱۷۵ کیلوګرامه نوشابه باب، ۱۷۰ کیلوګرامه د کبانو غوښه، ۶۱۵ کیلوګرامه غوړي، ۷۸ کیلوګرامه رخت باب، ۵۶ کیلوګرامه طبي وسایل او ۱۰ موټرسایلکونه شامل دي.
ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي او په تړاو یې نیول شوي کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
تر دې وړاندې هم مالیې وزارت، هېواد ته د څه باندې ۵۶ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته