هېواد ته د زرګونو کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې ده

کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرې اوونۍ په بهیر کې، هېواد ته د څه باندې ۴۶ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي: د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ په فراه، کندهار، نیمروز، هلمند، هرات او ننګرهار کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي؛ چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه يې افغانستان ته راوړي.

Ps2024112011 1
په ترلاسه شویو توکو کې ۱۳ زره ۴۲۷ کیلوګرامه مالګه، ۱۱زره ۷۴۴ کیلوګرامه چاکلېټ، څلور زره ۳۸۴ کیلوګرامه طبي درمل، دوه زره ۷۵۱ کیلوګرامه رُب، درې زره ۵۵۰ کیلوګرامه ککاو، دوه زره ۹۶۶ کیلوګرامه ګوړه، ۱۵۴۰ کیلوګرامه مکروني، ۱۱۶۵کیلوګرامه یو وار مصرف لوښي، ۹۲۴ کیلوګرامه شامپو۱۱۵۰ کیلوګرامه تمباکو، ۱۰۸۸ کیلوګرامه شیدې، ۵۱۳ کیلوګرامه کریم، ۴۲۳ کیلوګرامه د قیلون مواد، ۳۱۸ کیلوګرامه قهوه، ۴۷۵ کیلوګرامه لوبیا، ۳۵ کیلوګرامه تار او ۳۵ موټرسایکلونه شامل دي.
ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي او په تړاو یې نیول شوي کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته