۱۰۰ ورځې

هيوادوالو په هيواد کې دانتخاباتي مبارزو دفرهنګ دپه پام کې نيولو غوښتنه وکړه .

کابل باختر د غبرګولي  اوولسمه :
ځيني هيوادوال دجمهوري رياست دنوماندانو پلويانو غواړي چې دخپلو انتخاباتي مبارزو په بهير کې  دې  ديوبل په وړاندې له ناوړه خبرو او دتورونو له  لګولو  څخه ډډه وکړي .
هغوى وايي په هيواد کې دجمهوري رياست ددوو نوماندانو دپلويانو له خوا دانتخاباتي مبارزو دفرهنګ په رعايتول  ، ملي يو والى ته زيان رسوي.
دکابل ښار اوسيدونکي ډاکتر غلام فاروق احمدي دباختراژانس  خبريال ته وويل. دافغانستان جمهور رييس حامدکرزي دملي وحدت دتامينولو لپاره  زياتې هلې ځلې وکړې  او په تيرو نږدى ديارلسو کلونوکې يې افغانستان دافغانانو په ګډ کور بدل کړ او دملي يو والى تامينول  په تيرو ديارلسو کلونوکې دافغانستان داسلامي جمهوريت يوه مهمه لاس ته راوړنه بلل کيږي  او بايد دهيواد راتلوونکي جمهور رييس هم زموږ دهيواد دغې بنسټيزېې  اړتيا ته پاملرنه  وکړي او له هر څه زيات يواځې دملي يو والى دتامينولو لپاره کار وکړي .
ډاکتر غلام فاروق احمدي ادعا لري چې په ځينو انتخاباتي مبارزو کې ليدل کيږي چې دجمهوري رياست ددويم پړاو  ددواړو  نوماندانو يو شمير پلويان  او آن دهغوى  نږدى ملګري يې يوبل ته ناوړه او خرابې خبرې کوي  اوزموږ دهيوادوالو ولولې ټپي  کوي او د انتخاباتو او دجمهوري رياست له نوماندانو څخه دملي يو والى دتامين لپاره دخلکو هيلې پرې کوي .
ده وويل: دجمهوري رياست  له دغو دوو نوماندانو څخه هريو له خپلو ټيمونوسره په هيواد کې ډير پلويان لرل اوکله چې له دغو دوو ټيمونو څخه يو يې تر سپکاوي لاندې ونيول شي دافغانستان دخلکو سترې پرګنې خواشيني کيږي .
دکابل ښار دديارلسمې ناحيې اوسيدونکي نور احمد په دې باور دى چې پريوبل  دجمهوري رياست ددوو انتخاباتي ټيمونو دپلويانو تور لګول  په انتخاباتو کې دګډون لپاره دخلکو دناهيلي  لامل ګرځي .
دکابل ښار  ديوې ښوونځي  ښوونکي راضيې دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې ددواړو نوماندانو دانتخاباتي ټيمونو له غړيو څخه وغوښتل چې دانتخاباتي مبارزو فرهنګ په پام کې ونيسي ځکه زموږ خلکو ته له هرڅه زيات ملي يو والى ارزښت لري .
دې وويل: په پا ى کې به خلک دغبرګولي په  ٢٤ تمه نيټه دجمهوري رياست دانتخاباتو په دويم پړاو کې هم برخه واخلي او خپل راتلوونکي جمهور رييس به انتخاب کړي ځکه افغانان په دې پوهيږي چې دخلکو او هيواد دپرمختګ اونيکمرغۍ  يواځنۍ لاره درايو صندقونو ته ورتګ دى او دافغانستان دښمنان په کمين کې ناست دي نه غواړي چې زموږ خلک دغه برى اوکاميابي ته ورسيږي .
  دښاريانو  دغه راز غوښتنې په داسې حال کې بيانيږي چې په دې وروستيو کې دجمهوري رياست نوماندانو ته نږدې يو شيمر پلويانو يې  ديوبل په پتو هم درسنيو او هم دبيلابيلو غونډو له لارې سپکې  سپوري  ويلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته