خبرونهنړۍ

هند کې ټاکنې؛ مودي تر نورو هغو مخکښ ښکاري

نړۍ، د غوايي ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
هند کې عمومي ټاکنې، چې د تېرې اپرېل میاشتې پر ۱۹ مه نېټه پیل او د راروانې جون میاشتې تر لومړۍ نېټې دوام کوي او په اوو پړاوونو کې ترسره کېږي، تر دا مهاله یې درې پړاوه پای ته رسېدلي دي.
د هند ټاکنو کمېسیون که څه هم د ټاکنو په جریان کې د هرډول نظر پوښتنو ترسره کولو بندیز لګولی، خو د ځینو رسنیو د راپورونو په حواله اوسنی واکمن ګوند چې نریندرا مودي یې مشري کوي، تر نورو مخکښ ښکاري.
باید وویل شي، چې د هند ټاکنې د دغه هېواد د نفوس د زیاتوالي له امله پېچلې ټاکنې دي، نو تر وخت وړاندې په کې وړاندوینه سمه نه شي ثابتېدلی.
د یادونې وړ ده، چې اوسنی لومړی وزیر نریندرا مودي د مسلمانانو ضد کرکې خپرولو په تور له ځینو قضیو سره هم مخ دی او د هندي شنونکو په باور دغه قضیې ښایي ټاکنو کې د نوموړي قدرت ته ضربه ورسوي.
د هند د ټاکنو پایلې د جون په ۴ اعلانېږي، چې پایله کې یې د پارلمان ۵۴۳ تنه غړي او لومړی وزیر ټاکل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته