خبرونهنړۍ

هند کې قومي شخړې؛ مانیپور کې ښوونځي تړل شوي

نړۍ، د وږي ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د هند په ختیځ مانیپور ایالت کې د میټي او کوکي زو قومونو ترمنځ تاوتریخوالي لا هم روان دي او تازه ایالتي حکومت له پرون راهیسې ښوونځي رخصت کړي او نن به هم دغه رخصتي روانه وي.

مانیپور ایالت کې د ښوونځیو د رخصتېدو پرېکړه وروسته ترهغې وشوه، چې د دغه تاوتریخوالي په لړ کې له راکټ او ډرون الوتکو څخه کار واخیستل شو.

د روان کال له مې میاشتې راهیسې د هند مانیپور ایالت په قومي شخړو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

وروستیو کې د دغو شخړو او تاوتریخوالي پر مهال له راکټي بریدونو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

د میټي او کوکي زو قومونه ترمنځ دغه شخړې د ځمکو د وېش، طبیعي زېرمو او ځینو نورو حقوقي مسایلو پر سر راپورته شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته