خبرونهنړۍ

هند کې د ټاکنو پایلې؛ مودي مخکښ برېښي

نړۍ, د غبرګولي ۱۵ مه, بهرنۍ رسنۍ

ټاکل شوې د نن ورځې ترپایه د هند د ټاکنو پایلې اعلان شي او لومړنۍ شمېرنې ښيي، چې واکمن ګوند(بهاراتا جاناتا) تر نورو مخکښ دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په مختلفو ایالاتو کې د رایې شمېرنه پای ته رسېدلې او په وار وار یې پایلې اعلان ته وړاندې کېږي، چې ښایي د نن ورځې تر پایه بریالی ګوند او لومړی وزیر اعلان شي.

دغه ګوند اوسنی لومړی وزیر نریندرا مودي رهبري کوي او داسې اټکل کېږي، چې نوموړی یو ځل بیا د هند لومړی وزیر وټاکل شي.

دغو ټاکنو کې نږدې یو میلیارد رایې کارول شوې دي.

باید وویل شي، چې هند د نړۍ یو له ګڼ نفوسو هېوادونو څخه دی، چې شاوخوا یو میلیارد ۴۰۰ میلیونه خلک په کې ژوند کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته