خبرونهنړۍ

هند کې د ټاکنو وروستۍ ورځ؛ مودي او راهول دواړه د بریا ادعا کوي

نړۍ، د غبرګولي ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

نن شنبې د جون لومړۍ نېټه هند کې د عمومي اوږدو ټاکنو وروستۍ ورځ ده او ټاکل شوې میلیونونه کسان هڅه وکړي د ټاکنو له دغو وروستیو ساعتونو څخه په استفادې خپله رایه وکاروي.

دغه ټاکنې په اوو پړاونو کې د ۴۳ ورځو لپاره ترسره شوې، چې نږدې یو میلیارد کسانو په کې خپلې رایې وکارولې او پایله کې به یې د پارلمان ۵۴۳ غړي او دغه راز لومړی وزیر وټاکل شي.

دغو ټاکنو کې اوسنی لومړی وزیر نریندرا مودي او د راهول ګاندي په ګډون نور مشهور نوماندان د بریا ادعا کوي، خو اصلي پایلې به د پیل شوې جون میاشتې په ۴ مه نېټه اعلان شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته