ټولنه

هند هېواد، قندهار ته ٥ تحصيلي بورسونه ورکړل

قندهار باختر د وري د مياشتې ٢٢ مه
د هند هېواد جنرال قونسل د قندهار له والي تورن جنرال زلمي وېسا سره په کتنه کې د دغه ولايت ځوانانو ته د دکتورا يا (PHD) په برخه کې د  پنځو تحصيلي بورسونو د ورکړې ژمنه وکړه.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د هندوستان هيواد قونسل د قندهار والي ته د دغه ولايت د ځوانانو لپاره د کرنې په برخه کې د دکتورا پنځه تحصيلي بورسونه ورکړل.
د قندهار ولايت والي تورن جنرال زلمي وېسا د دوست هيواد هندوستان له جنرال قونسل او له دغه هېواد څخه مننه وکړه، چې د قندهار د ځوانانو لپاره یې يو ځل بيا د کرنې په برخه کې  پنځه تحصيلي بورسونه ورکړل.
هغه زياته کړه، چې لوستي ځوانان کولای شي، څو د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته د خپل هېواد په رغونه کې مثبت رول ولوبوي.
ديادونې وړ ده چې دهندوستان هېواد له دې مخکې هم د قندهار د ځوانانو لپاره د دکتورا په  برخه کې پنځه بورسونه ورکړي وو.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته