کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دهند دبهرنيو چارو وزير د دوه اړخيزو خبرو دپيل لپاره دپاکستان دغوښتنې په ردولو سره څرګنده کړه : له دغه هيواد سره خبرې يوازې له تروريزم سره ددغه هيواد دملاتړ له پاى ته رسولو وروسته امکان لري سوشما سوراج په خبرو کې په ډاګه کړه هند د تروريزم پرخلاف مبارزه له پاکستان سره په اړيکو کې ډير مهم اصل بولي.
ده څرګنده کړه : هند دتير وخت پرخلاف نه شي کولاى دتروريزم له ملاتړو سره خبرې ومني او پاکستان بايد په دې برخه کې سملاسي او جدي اقدام وکړي.
دهند دبهرنيو چارو وزير،دملګرو ملتو په سازمان کې له تروريزم سره دمبارزې دنړيوال کنوانسيون دتصويب لپاره دهند هلوځلو ته په اشارې سره وويل : نوى ډيلى دتروريزم پرضد همکاري له هيوادونو سره په دوه اړخيزو اړيکو کې مهم اصل بولي.
دهند او پاکستان ترمنځ هر اړخيزې خبرې چې ټاکل شوې وه سږ کال پاکستان ته دهند دبهرنيو چارو دوزيراس جې شانکار په سفر سره پيل دهند دپټان کوټ په هوايي ډګر دپوځي مليشو دبريد په دليل لغو شوې .
هند دتروريزم پرخلاف دپاکستان کلک اقدام غواړي او اعلام يې کړى دى چې دغه هيواد په انتخابي ډول له مليشې او تروريستي ډلو سره مبارزه کوي .
پاکستان تل او په کلکه دهند تورونه رد کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل