کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
هندوستان په بدخشان ولايت کې دغره دښوئيدنې له مصيبت ځپلو سره دلمريزې بريښنا د ٩٥٠ کوچينو دستګاو مرسته وکړه .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : هندوستان دنورو هېوادونو ، نړيوالو سازمانونو او دنورو مرسته کوونکو ترڅنګ دبدخشان ولايت دارګو په آب باريک کلي کې دغونډۍ دښوئيدوله امله له زيانمنوشويو کسانو سره ديومليون ډالرو دمرستې اعلان کړى دى چې نننۍ مرستې دهغه يوه برخه ده .
دلمريزې بريښنا کوچنۍ دستګاوې په کابل کې دهند دسفير امرسينا له خوا دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير مهندس ويس برمک ته وسپارل شوې .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير ويس برمک دهند دمرستوله امله قدرداني وکړه او ويې ويل ، هند تل دنورو هېوادونو او سازمانونو په شان په دغه شان حالاتو کې دافغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده .
ده وويل : هند لومړنى هيواد و چې دبدخشان له مصيبت ځپلو سره يې يو مليون ډالره مرسته وکړه چې نن موږ ددغه هېواددلمريزې بريښنا دتوليد د ٩٥٠ دستگاو دمرستې شاهدان يو.
هند دتيرو دولسو کلونو په بهيرکې له افغانستان سره په بيلابيلو برخو کې دوه مليونه ډالره مرسته کړې ده .
1 1 دقیقه لوستل