نړۍ

هند: تروريستي ډلې په پاکستان کې په آزادانه ډول فعاليت کوي

نوى ډيلى ايرنا باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
د هند د بهرنيو چارو وزارت نن د يوې وينا په صادرولو سره اعلام وکړ چې په پاکستان کې د حزب المجاهدين د قوماندان سيدصلاح الدين څرګندونې په دغه هېوادکې د تروريستانو د مشرانو او تروريستي ډلو د آزادانه فعاليتونو ښکارندويې دي.
د ايرنا د خبرله مخې:
سيدصلاح الدين پرون په پاکستان کې په خپلو خبروکې اعتراف وکړ چې د هند پرخلاف يې څو تروريستي پيښې طراحي کړې او له نړيوالو بازارونوڅخه يې  وسلې پيرودلې دي.
ده څرګنده کړه چې د حزب المجاهدين د پخواني قوماندان برهان مظفرواني   د وژل کيدو له وخت څخه کشمير د اړو دوړ ډګر دى.
ده په دې بيان سره چې دغه ډله په هندکې زيات پلويان لري، څرګنده کړه چې حزب المجاهدين هر وخت چې وغواړي کولاى شي په هند بريد وکړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوپال باګلاى وويل چې په هندکې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په باب د حزب المجاهدين د قوماندان خبرې د تروريزم له پراخ بنسټه سياست سره د پاکستان د ملاتړ ښکارندويې دي.
ده څرګنده کړه: پاکستان بايد د نړيوالو قوانينو پربنسټ په خپله خاوره کې  د ټولو تروريستي ډلو فعاليتونه بندکړي.
امريکا د جون د مياشتې په ٢٦نيټه سيدصلاح الدين د يو پيژندل شوي نړيوال تروريست په توګه معرفي کړ .
د هند د کورنيو چارو وزارت وياند آشوک پراساد د پيژندل شويو نړيوالو تروريستانو په لست کې د سيدصلاح الدين د شاملولو له امله په هرکلي سره اعلام وکړ چې د واشنګټن  دغه اقدام  د تروريزم په اړوند د دواړو هېوادونو د ګډو انديښنو ښکاروندوى دى.
ده زياته کړه: سيدصلاح الدين د تروريستانو، بيلتون غوښتوونکو او د پوځي مليشو مالي ملاتړ کوونکى دى.
د هند حکومت حزب المجاهدين يو تروريستي سازمان بولي .
هندپه پاکستان  د هند د مخالفو پوځي مليشو او ډلو د ملاتړ تور لګوي.
نوي ډيلي اعلام کړى دى چې اسلام اباد په انتخابي ډول له تروريستي ډلو او پوځي مليشو سره مبارزه کوي او د اوربند په نقضولو سره هند ته  د پوځي مليشو د نفوذ امکان برابروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته