هند: تروريزم له بهرڅخه افغانستان ګواښوي
نوي ډيليباختردثور٧
هندوستان ويلي دي چې افغانستان له خپلو پولو څخه بهر د تروريزم له پرله پسې ګواښ سره مخامخ دى.
هندوستان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې دغه ګواښونه دې جدي وبولي او له تروريزم سره مبارزه دې پرا خه کړي.
دباختر آژانس دخبر له مخې: د هندوستان د بهرنيو وزيرسلمان خورشيدپرون د قزاقستان په الماتا ښارکې د آسيا د زړه د هيوادو نو په کنفرانس کې د خپلې وينا په ترڅ کې ټينګاروکړ چې هندوستان ، افغا نستان ته د رقابتي نفوذ لپاره د ډګر په توګه نه ګوري.
ده زياته کړه: پرځاى ده چې هندوستان د سيمه ييزو همکاريو لپاره د فرصت غو ښتنه کوي .
د هندو ستان د بهرنيو چارو وزير وويل : افغانستان يوا زې هغه وخت هميشنۍ سوله تجربه کوي چې د سياليو لنډ پاره تصورونه او ستراتيژيکي ژورتيا د سيمې نړيوالو هيوادو نو، اقتصادي همکاري اوپانګې اچونې ته ورکړي.
ده زيا ته کړه : موږ کوم ترديد نه لرو چې افغانستان ته ډېر سترمتوجه چلنج، د تروريزم پرله پسې ګواښ دى چې ددغه هيواد له پو لو څخه بهرجر ړې لري.
سلمان خورشيد دکوم خاص هيواد يادونه ونه کړه؛ خو تحليلګرانو تل ټينګارکړى دى چې پاکستان په افغانستان کې د خپلې سترا تيژيکي ژورتيا په لټه کې دى .
په پاکستان په وار وارتور لګول شوي چې طالبانو او نورو ياغې ډلو ته يې په قبايلي سيمو کې پناه ورکړې ده .
د افغانستان په باب د آسيا د زړه د هيوادونوکنفرانس د وزيرانو په کچه د استانبول د بهير دريمه غونډه ده چې په هغې کې ١٤ غړو هيوادو نو او ١٦ نورو هيوادونو ګډون کړى دى.
دغه هلې ځلې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې زيات ارزښت لري .
خورشيد اشاره و کړه چې د سيمې نورهيوادونه په تېره بيا هندوستان د تروريزم له ګواښ څخه خوندي نه دى.