سیاست

هندپه نږدې راتلوونکي کې دافغانستان په اړوند ددوو نړيوالو غونډو کوربه توب کوي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
ټاکل شوې ده سبا نوي ډيلي   د  آى  سي    جې   په نامه دافغانستان اوپاکستان لپاره دتماس دنړيوالې ډلې دغونډې کوربه توب  وکړي چې  په هغې کي به له ٥٣ هيوادونو څخه جګپوړي استازي  ګډون وکړي .
دهند دبهرنيو چارو په وزارت کې  مقاماتو ويلي دي  دتماس دډلې  په غونډه کې به دامنيت ، دانتخاباتو  دترسره کولو ، له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو دپايلو ، دسولې  دتامينولو اودنشه يي توکو دکرکيلې و توليد او قاچاقو دمخنيوي په ګډون بيلابيلې مسلې وڅيړل شي .
دهند دبهرنيو چارو وزارت دويندوى  دڅرگندونوله مخې :  دوي هيله  لري چي دتماس دنړيوالې ډلې  غونډه  دافغانستان لپاره  اغيزمنې نتيجې ولري.
دتماس نړيواله ډله دآلمان ددولت  له خوا   جوړه شوې ده  چې کيداى شي په افغانستان اوسيمه  کې   دسولې اوثبات لپاره نړيوالو هڅو ته په پاملرنې سره دسياسي همکارۍ لپاره يو فرصت دى .
په  داسې  حال کې  چې دتماس  دنړيوالې ډلې  غونډه سبا په نوي ډيلي کي جوړيږي  دجمعې په ورڅ په ډيلي کي به يوه بله نړيواله  غونډه  هم جوړه شي .
پخوا دآسيا دزړه ډ لې  په انقره ، کابل  او قزاقستان کې غونډې کړي دي .
هند په داسي  حال کي دتماس دنړيوالي ډلې دغونډې اوداسيا دزړه دډلې  دغونډې کوربه توب کوي  چې هندوستان  په تيرو  وختونو کې دافغانستان په باب دڅو نړيوالو غونډو  کوربه توب کړى دى  او نږدي در ې مياشتې  مخکې يې له افغانستان سره دسوداګرۍ دنړيوال کنفرانس دجوړولو نوښت په غاړه درلودچې  په هغه کې  په افغانستان کې دپانګې اچونې فرصتونه بيان شول او له هندي پانګې اچوونکو  او دنورو هيوادونو له پانګې اچوونکو څخه چې استازو يې له افغانستان سره دسوداګرۍ  په نړيوال کنفرانس کې ګډون  درلود  وغوښتل شول چې په افغانستان کې  پانګه واچوي  اوله موجودو فرصتونو څخه ګټه واخلي .
دافغانستان دپرمختيا وو تحليل اوڅيړنه  ښيې  چې  هندوستان دافغانستان  سره  دملاتړ په جبهه کې فعال دي .
داقتصادي بنسټونن په پياوړتيا ، ظرفيت  جوړولو اودبنسټونو په جوړولو او افغانانو ته د روزنيز نظام  په ټينګښت کې هم فعال دى .
هند ددې ترڅنګ چې دافغانستان په وړاندې دمهمونړيوالو غونډو ښه کوربه دى
له افغانستان سره د څلورولومړيواقتصادي مرستندويوهيوادونو په ډله کې شامل  دى  او له افغانستان سره ددغه هيواد د  مرستو حجم څه دپاسه يو مليارد  ډالرو ته رسيږي.
نن ورځ  په سلګونو تنه افغان محصلان دهندوستان  دلوړو زده کړو په موسسو کې په زده کړه بوخت دى  . سربيره په دې هندوستان دافغان پوځيانو دروزنې او ددغو ځواکونو دسمبالولو په برخه کې  هم فعال دى .
نږدې يوه مياشت مخکې لومړۍ ډلې افغان کوماندوګانو دهند دراجستان په دښتو کې خپل تمرينونه ترسره کړل.
هغه لاره چې هند دافغانستان په وړاندې  غوره کړې ده د دواړو هيوادونو ترمنځ  دښه نيت  اودلرغوني او دوديزې دوستۍ  زيږنده ده چې کيداى شي په نړيوالو اوبين الحکومتي اړيکو کې  اولګو وي او هغه کسان چې ددوستۍ ، ورور ولۍ  او  ګاونډيتوب لاپې کوي  ، کولاى شي  دهند لاره ديوې بيلګې په توګه په پام کې ونيسي اوخپل هدفونه وټاکي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته