هنددپرتيوي _ ٢ بالستيکي توغندي ازمايښت کړ
نوي ډيلي نيوکريلا دتلي دمياشتې ١٣ :
هند نن ددغه هيواد داوريساي په ايالت کې دپرتيوي _٢ بالستيکي توغندي په برياليتوب سره ازمايښت کړ.
دغه توغندى اټومي او غير اټومي سرګولې ليږدولى شي اودرې سوه پنځوس کيلومتره واټن وهلى شي .
پريتوي _٢ لومړنۍ پرمخ تللى توغندى چې هندهغه ديو هراړخيز پروګرام له مخې دلارښوونکي شويو توغنديو دتوليد لپاره يې جوړکړى دى او کولاي شي پنځه سوه کيلوګرامه اټومي او غيراټومي سرګلوله وليږدوي .
پريتوي _ ٢ نهه متره اوږدوالي اويو متر قطرلري اودالوتنې لپاره له اوبلن سون موادو او دوو ماشينونو څخه استفاده کوي.