خبرونهاقتصادټولنه

هلمند کې  ۲ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر

د هلمند سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۱۰ زره افغانیو په لګښت د دوو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د ناوې ښاروال سید اکبرجان آغا د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ټول ښار لپاره د پاکو اوبو د برمو چمتو کول او د لمریزي برېښنا په واسطه د اوبو سیستم جوړول، د بازار د منځ سړک ترمیم کول، د بازار د منځ څخه د ښاري نظم په موخه د موټرو د هډې لرې کول، د بازار د ګلدانونو او عمومي چوک د منار ترمیم او په ښار کې د برقي پایو نصب او د برېښنا سیستم جوړول شامل وو.

هغه زیاته کړه چې ښاروالۍ به لا هڅه وکړي چي د ښار په انکشافي برخه کې دې ته ورته نورې پروژې هم پلي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته