خبرونهامنیت

هلمند کې یوشمېر وسلې کشف او ضبط شوې

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کې د ۲۱۵ عزم قول اردو لومړۍ پلې بدري لوا منسوبینو له لوري یوشمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شوې دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو ویاند ملا محمد رسول مسعود د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د دغه قول اردو منسوبینو د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کې د یولړ چاڼيزو عملیاتو په بهیر کې ۳ کلاشینکوفونه، یو توغندی، یوه پیکا، ۲ میله ام ۱۶ وسلې، د هاوان یوه ګولۍ، ۱۶ لاسي بمونه، ۳ پایې مخابرې او نور بېلا بېل پوځي تجهیزات کشف او ضبط شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په غیرقانوني توګه پوځي تجهیزات وساتي.

د یادوني وړ ده چي د یادې قول اردو منسوبینو تر دې وړاندي هم په یو شمېر سیمو کي د پام وړ فعالیتونه تر سره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته