هلمند کې لسګونه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شول

کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
د هلمند ولایت امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۶۰ روږدو کسانو د راټولولو خبز ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني باختر آژانس ته ویلي چې دغه روږدي کسان د ښار له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه د یاد ولایت مرکز لښکرګاه کې د معتادينو ۷۰۰ بستريز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په ټول افغانستان کې زرګونه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره ځانګړو مرکزونو او روغتونونو ته استول شوي وو، چې له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته