کابل د لړم لومړۍ نېټه، باختر
د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د يوې پروژې چارې پیل شوې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې دي.
په یاده پروژه کې د ۳۶ مترو په اوږدوالي درې ترنابونه او د ۴۲۰ مترو په اوږدوالي یو محافظوي دېوال جوړولو چارې شاملې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې لسګونه جریبه ځمکه خړوبه او لسګونه کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.