خبرونهښوونه او روزنه

هلمند کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین د دغه ولایت په ناومېش ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د يوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو خبر ورکړی دی.

د ناومېش ولسوالۍ د پوهنې آمر مفتي عبدالباري عابد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولسوالۍ په  نوشور کلي کې د «نوشور» ښوونځي ودانۍ د ولسي خلکو او د سیمه ییزو ادارو په مالي لګښت د ۵۲۰ زره افغانیو په لګښت پر ۵ جریبه ځمکه د ۱۴ درسي ټولګيو او زده کړې د منظم چاپېریال په لرلو سره جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې د هلمند د پوهنې ریاست هڅه کوي چې دې ته ورته نورو لرې پرتو سیمو کې به ښوونځي جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته