خبرونهورزش

هلمند کې د کرېکټ پیل شوې سیالۍ د ازاد لوبډلې په بریا ته پای ته ورسېدې

کابل د زمري ۳۱ مه، باختر

د هلمند د ورزش او سپورت آمریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د ورزش آمر ملا جان محمد ابوجامي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې درې اونۍ وړاندې په دغه ولایت کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې پای لوبې ته د ازاد او بینوا لوبډلو لاره موندلې وه، ازاد لوبډلې د ټاس په ګټلو سره په ټاکلو ۱۰ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه خو بینوا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۸ منډې وکړې او د ۲۲ منډو په توپیر یې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې سیالیو موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅونه او تشویق ښودلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته