هلمند کې د پنځوس جریبه ځنګله له سوزېدو مخنیوی شوی

کابل، د وري ۲۱مه، باختر
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د اور وژنې مامورینو پرون دوشنبې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پنځوس جریبه ځنګله له سوزېدنې څخه مخنیوی کړی دی.
د حقاني په خبره د دغه ځنګه یواځې لس جریبه یې سوزېدلی او د لا خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره یې د اطفایي مامورین په وخت سیمې ته ورسېدل.
د یوبل خبر له مخې د هلمند په دغې ولسوالۍ کې یو موټر کې لګېدلی اور کنټرول شوی او موټر ته له ډېر زیان اوښتو څخه یې مخنیوی کړی دی.