هلمند کې د درېیو چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل د مرغومي ۲۶مه، باختر
د هلنمد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د درېیو چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي جمعه خان مستقیم باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ډنمارک موسسې په مالي ملاتړ د ۲۱۷ زره ډالرو په لګښت د درېیو چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو چکډېمونو د جوړېدو چارې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې ورسره د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو شبکو په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته