هلمند کې د درېیو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل د مرغومي ۲۷مه، باختر
د هلمند ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د درېیو اساسي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د بهرامچي ولسوال قاري محبوب باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په بهرامچي ولسوالۍ کې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د درېیو پروژو چارې بشپړې شوې، چې په کې د یوې دینې مدرسې، یو روغتیایي مرکز او د یوه جومات جوړول شامل دي.
ښاغلي محبوب زیاته کړې چې دغه جومات چې په یوه وخت کې د ۸۰۰ لمونځ کوونکو د ځايدو ظرفیت لري.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغو پروژو په پلې کېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې ده.