هلمند کې د اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې

کابل، د کب ۵ مه، باختر
د هلمند امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ د ریګ ساحې په بي بي تیري او جندوم سیمو کې ۲ بنس موټر، چې ۶۳ زره ۴ سوه کیلوچکۍ شوې اوسپنې او مېس په کې بار وه، او غوښتل یې په غیر قانوني توګه یې ګاوندي هېواد ته ولېږدوي، نیولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د چکۍ شوې اوسپنې او میسو د قاچاق کوونکي دوسیې له څېړنو وروسته اړوند عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته