خبرونهامنیت

هلمند کې د اوسپنې، مِسو او سربو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل، د غوایي ۲۵مه، باختر 

د هلمند د امنيې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر او خانشين ولسواليو کې یې د  ۲۵ ټنه اوسپنې، مِسو او سرپو د قاچاق مخه نیولې ده.

د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ وياند، ملا عزت‌ الله حقاني باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل چې د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د لکړۍ په سیمه کې یو بنس ډوله موټر چې په کې ۲۵ ټنه اوسپنه، مِس او د سرپو خښتې ځای پر ځای شوې وې او غوښتل يې له هېواد څخه یې بهر ته قاچاق کړي، خو د قاچاق مخه یې نیول شوې ده.

د یو بل خبر له مخې د دغه ولایت په خانشين ولسوالۍ کې يو مازدا ډوله موټر چې په کې خوراکي توکي بار وو او غوښتل يې له بهر څخه یې دغه ولايت ته په غير قانوني توګه وارد کړي، ونيول شو.

د یادونې وړ ده چې په دې تړاو ۴ کسان نیول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته