قلات باختر د وږي د میاشتې ۱۹ مه
په زابل ولایت کې د هلمند، زابل، قندهار، هرات او غزني ولايتونو ترمنځ د کرکټ په پيل شويو سياليو کې هلمند ولایت اتلولي خپله کړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څلور ورځنۍ سیالۍ په زابل کې د کرکټ د ودې، یووالي او تلپاتې سولې په موخه جوړې شوې وې چې هره ورځ یې زرګونه مينوال لېدو ته راتلل.
د زابل چيلنج کپ پايلوبه د غزني او هلمند کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د پچې په ګټلو سره د غزني ولايت منتخبې لوبډلي په ۱۸ اورونو کي ۱۰۴ منډې جوړي کړې او هلمند منتخبي لوبډلي ته يې ۱۰۵ منډي هدف ورکړ.
ورکړل شوی هدف د هلمند لوبډلې د بهائي خان ستانګزي د نيمه سليزي په مټ د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اتلولۍ جام يې خپل کړ.
په سياليو کې د هلمند توپ اچوونکو له لوري اسد الله صمدي امان الله خروټي قدرت الله هلمند دوه دوه او جاويد بيا درې لوبغاړي وسوځول، دټورنمينټ د ډيرو منډو جوړونکي لوبغاړي فيصل ښايسته او ډيرو ويکټو ترلاسه کوونکی لوبغاړی اسدالله صمدي ونومول شول.
د پای لوبې په مراسمو کې د زابل والي بسم الله افغانمل او د ولایتی شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان د زابل دکرکټ امر محبوب محبت او د دغو سیالیو مالي کومک کونکي اجمل پټان څخه مننه وکړه چې د سیالیو په جوړیدو او ترتیب کې یې هلی ځلې کړي.
پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل