هلمند الکوزي په چګ جمهوريت کې دسوک وهلو اتل شو .
کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
افغان سوک وهونکي دچک جمهوريت په سياليو کې ددغه هېواد دشپږ شپيته کيلوګرامو په وزن دسوک وهلو اتلوالي ترلاسه کړه .
دباختر اژانس دخبر له مخې افغان سوک وهونکي هلمند الکوزي پرون دچګ جمهوريت دسوک وهلو له اتل ييژي ياروش سره لوبه پيل کړه او په نهم پړاوکې يې وکولى شول هغه په ګوندو کړي او دچګ جمهوريت دشپږ شپيتو کيلوګرامو په وزن دسوک وهلو اتلوالۍ وګټلې .
هلمند الکوزي ازادۍ راډيو ته ويلي دي چې سيال يې يو ډير پيژندل شوي سوک وهونکي و او هغه تراوسه پورې لس خاصې مسلکي سيالۍ ترسره کړي دي
په داسې حال کې چې تراوسه پورې دى دريم ځل دى چې دغه شان سيالي ترلاسه کوي
هلمند الکوزي په دغه ستر برياليتوب سره تر هغه وخته پورې داتلوالي لقب ساتلي شي چې دچاپه وړاندې ماتې سره مخامخ نه شي .