هلمندي ولسونه د چانجیر ساختماني دستګاه د بیا فعاله کولو غوښتنه کوي

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ چانجیر سیمه چې یو وخت په کې د چانجیر ساختماني دستګاه ټوله ماشینري پرته وه خو د وروستیو جګړو له امله یې ډېره برخه زیامنه شوې او هلمندي ولسونه یې د بیا فعالولو غوښتنه کوي.

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي چې مخکې په یاده دستګاه کې زرګونو کسانو ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره وه او که اوس هم بېرته فعاله شي زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

دوی دغه راز په دې برخه کې د اسلامي امارت څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.

ورته مهال د یادې دستګاه د املاکو مدیر محمد طاهر باختر آژانس ته وویل د تېري ادارې پرمهال په چانجیر دستګاه کې ۴۵۰ تنو رسمي کارمندانو او ۲۰۰۰ ــ ۳۰۰۰ غیررسمي کارمندانو کار کاوه او د هلمند ولایت په هره سیمه کې يې د بیارغوني پروژې مخته وړلې چي د وخت په تېرېدو او د جنګونو د زیاتوالي له امله ددې دستګاه زیاته برخه تخریب او له منځه ولاړه.

د چانجیر دستګاه د جوړونې خبرې په داسې حال کي کېږي چي په دا وروستیو کې په هېواد کې د بیارغونې پروژې زیاتې شوې او هېوادوال یې راتلوونکي ته هیله مند کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته