اقتصاد

هلمندي بڼوال د ممیزخونو ګټې اخيستنې ته سترګې په لاره دي

 کابل / د وږي ٢٨مه / باختر
د هلمند بڼوال وايي چې د ممیزخونو ګټې اخيستنې ته سترګي په لاره دي.
ټاکل شوې ده د همدې اوونۍ ترپایه پورې ۱۵۵ ممیزخونې په هلمند کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د دغو ممیزخونو جوړېدل د بڼوالو د انګورو د ساتنې او ممیزو ته د انګورو د بدلولو لپاره زمینه برابروي.
له دې وړاندې د هلمند د تولیدي انګورو يوه زياته برخه چې بازار يې نه درلود، خوسا کېده، خو اوس بڼوال کولای شي د خپل تولیدي انګورو یوه برخه په ممیزو بدل کړي او په بازار کې يې وپلوري.
د هلمند د کرني، اوبولګولو او مالداری رییس زلمي الکوزي باختر آژانس ته وویل چې بڼوال د ممیزو د تولید لپاره ممیزخونو ته سخته اړتیا لرله چې د همدې اوونۍ ترپايه پورې دغو خونو ته لاسرسي پيدا کوي.
له دې مخکې ۲۷ ممیزخونې په هلمند کې جوړې شوې دي او د نویو ممیزخونو په جوړېدو سره به بڼوال د ممیزو د تولید او ساتنې لپاره له ستونزې سره مخ نشي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته