خبرونهروغتیا

هلمند؛ په کجکې ولسوالۍ کې یو روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر

د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د ګندوم رېز په سیمه کي د عمري الشفاء معالجوي روغتون په نامه یو روغتون جوړ ګټې آخیستني ته وسپارل شو.

دغه روغتون د یوه سوداګر له لوري د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی چې پرمټ به یې سلګونو کورنیو ته روغتیايي آسانتیاوې برابرې شي.

د یاد روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د کجکي ولسوالۍ مرستیال ولسوال سېلاب وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د دې او دې ته ورته د نورو پرمختیایې کارونو پوره ملاتړ کوي او هرې ستونزې ته به یې پروخت رسېدنه کوي.

ورته مهال د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکو د دې روغتون په جوړولو خوښي څرګنده کړه او ويې ویل چې له دې وړاندې یې داسي پرمختللی روغتون نه درلود چې اوسمهال به یې زیاتې روغتیايي ستونزې هوارې شي.

دوی همداراز د کجکي ولسوالۍ له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې یاد روغتون ته زیات امکانات په واک کي ورکړي ترڅو یې لا زیاتې روغتیايي ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته